طالبان: تر ۲زرو ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په جبري توګه او خپله خوښه راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له دوه زرو ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په جبري توګه او خپله خوښه راستانه شول. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې یوازې له ایرانه ۲۲۵۵ افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته ستانه شول.