ډبلیو اېف پي: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ناروغان د تېرکال پرتله درې برابره زیات شوي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېرکال پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. دغه پروګرام په اېکس پاڼه لیکلي، د مرستو کمېدل یو له هغو لاملونو څخه دی چې د دغو شمېرو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې.