حامد کرزی: ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي

د افغانستان پخواني ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، چې د هېواد ابادي او پرمختګ له تعلیم پرته ناشونی دی. نوموړي یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.