د پاکستان پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګېلاني د دغه هېواد د مشرانو جرګې مشر وټاکل شو

د پاکستان د مشرانو جرګې لپاره د مشرتابه پلاوي د ټاکنو په پایله کې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر او د پیپل ګوند یو پخوانی مشر یوسف رضا ګېلاني د مشر او د مسلم لیګ (ن) غړی سردار سیدال خان ناصر د هغه د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.