ترکیې یوشمېر افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي سرتېرو په ادېرنه ولایت کې ۱۴ «ناقانونه» کډوال تر پېژندلو وروسته نیولي دي. د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال افغانان او پاکستانیان دي چې په ناقانونه لارو ترکیې ته تللي وو.