د اختریزو مېلو پر مهال په خیبر پښتونخوا کې نږدې شل کسه په اوبو کې ډوب شوي دي

د خیبر پښتونخوا پولیس سرچېنې وايي، د اختریزو مېلو پر مهال ۱۸ تنه ځوانان او تنکي زلمیان په اوبو کې ډوب شوي چې له امله یې لس کسه مړه او اته نور یې بیا ژغورل شوي دي.