• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ او ملي مقاومت جبهو لومړنۍ ګډه غونډه وکړه

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۱

د ازادۍ او ملي مقاومت جبهې، چې د طالبانو پر ضد دوه نظامي خوځښتونه دي، د طالبانو له خوا د ازادۍ جبهې د ځواکونو د وژل کېدو د لومړي تلین په مناسبت ګډه غونډه وکړه. په دې کتنه کې یاسین ضیاء او احمد مسعود د دغو دوو جبهو په یووالي او له طالبانو سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.

د زادۍ جبهې مشهور قوماندان اکمل امیر تېر کال د وري په ۲۲مه له خپلو شپږو تنو ملګرو عبدالبصیر اندرابي، قربان علي بامیاني، فهیم سالنګي، برهان الدین اندرابي، عبدالصبور فاریابي او حسین سمنګاني سره یو ځای، د سالنګ په کوکلامي دره کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول.

په دې غونډه کې د ازادي او ملي مقاومت جبهو مشرانو ګډون کړی وو. دا د طالبانو پر ضد د دغو دوو پوځي خوځښتونو لومړۍ ګډه ناسته وه.

ياسين ضياء د طالبانو له مخالفو خوځښتونو وغوښتل چې د درېيو مياشتو لپاره دې متحد شي او طالبانو پر وړاندې دې بریدونه وکړي.

ښاغلي ضیاء د طالبانو پر وړاندې پر پوځي مبارزې ټینګار وکړ. هغه د امنیت د ټینګښت او د داعش د ځپلو په اړه د طالبانو ادعا ناسمه وبلله او ویې ویل چې طالبانو له وسله والو ډلو سره په همکارۍ یوه «لویه لوبه» پیل کړې ده.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په دې ناسته کې وویل، چې د ملي مقاومت او ازادۍ جبهې وژل شوي کسان په یوې جبهې او یوې کورنۍ پورې اړه نه، بلکې په ټول افغانستان پورې اړه لري. نوموړي د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې د مبارزې قدرداني وکړه.

ښاغلي مسعود زیاته کړه چې ځینې کسان هڅه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې ترمنځ اختلافات رامنځته کړي. هغه ټینګار وکړ چې د دغو دواړو جبهو تر منځ ډېر اتحاد او یووالی موجود دی.

ښاغلي مسعود د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې له خوا د بریدونو د بیا پیل ستاینه وکړه.

ازادي جبهې د روژې له پیله د یوې میاشتې لپاره خپل بریدونه بند کړي وو. دغې جبهې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو پر وړاندې یې خپله جګړه بیا پیل کړې او په کابل کې یې د طالبانو یو غړی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د ازادۍ او د ملي مقاومت جبهې جوړې شوې. دغو دوو جبهو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې ګڼ بریدونه کړي دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل