• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: که زموږ وسایلو کې زموږ حق ومنل شي تر قیامته د پاکستان چلولو ته تیار یو

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، که دوی ته د خپلې سیمې وسایلو کې حق ور کړل شي، «تر قیامته د پاکستان چلولو ته تیار دي.» محمود خان اڅکزي دا خبرې نن بلوچستان کې د شپږو ګوندونو په مشرۍ د حکومت ضد ټلوالې په اعلانولو کې وکړې، چې تر ډېره پکې د پاکستان د لږکیو سیاسي ډلې را ټولې دي.

محمود خان اڅکزي په پشین کې دې غونډې ته په وینا کې وویل، چې لږکي د خپلې سیمې له زېرمو استفاده نشي کولی.

ښاغلي اڅکزي خپل اېکس کې هم لیکلي: «زه د پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او سرایکانو له طرفه د قران پر پاڼو لیک ور کولو ته تیار یم چې که زموږ د مور وطن وسایلو کې زموږ حق ومنل شي، نو تر قیامت د پاکستان چلولو ته تیار یو.»

نوموړي دا هم ویلي چې د غریب پنجابي په ګډون د پورته قومونو به استازۍ پاکستان کې د دویم درجه وګړي په توګه یو منټ یا دقیقې اوسېدو ته هم تیار نه دی.

د هغه په خبر، په پاکستان کې ټول وګړي باید یو برابر وي او غلام او بادر باید پکې نه وي.

د جګړې پیلېدو خبرداری

محمود خان اڅکزی په سیمه کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو وېره ښيي
100%
محمود خان اڅکزی په سیمه کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو وېره ښيي

محمود خان اڅکزي په دغو خبرو کې د سیمې ترینګلي امنیت حالت ته په اشاره وویل چې دلته د بلې جګړې هڅې کېږي.

د هغه په خبره، «د نړۍ مست غوایی بیا سیمه د جګړې پر ډګر بدلول غواړي، د افغانستان، پاکستان او ایران چارواکو ته پکار دي چې له عقل کار واخلي.»

محمود خان اڅکزی زیاتوي، «د پاکستان قانون ماتي جنرال، وطن پلوري لومړي وزیر او دین پلوري ملا ته به د جګړې پیلېدو اجازه ور نه کړو.»

که څه هم ښاغلي اڅکزي کومو مشخصو پېښو ته اشاره ونه کړه، خو ورځ تر بلې سیمه کې په تېره د ایران او پاکستان بلوچستان کې تاوتریخوالی ډېرېږي.

دوه میاشتې وړاندې ایرن په پآکستان کې او پاکستان په مقابل کې په ایران کې ځینې هدفونه د خپلو مخالفانو د ځپلو په پلمه وویشتل.

دا ډول طالبان هم پر پاکستاني چارواکو تور پورې کوي چې د افغانستان پرضد داعش ساتي او په مقابل کې اسلام اباد افغان طالبان د پاکستان ضد وسلوالو پر ملاتړ تورنوي.

د پاکستان قانون ساتې ټلواله

بشین کې د پاکستان قانون ساتې ټلوالې د جوړېدو غونډه
100%
بشین کې د پاکستان قانون ساتې ټلوالې د جوړېدو غونډه

محمود خان اڅکزي له نورو پنځو ګوندونو سره په ګډه د هغه څه په اړه چې دوی یې په تېرو ټولټاکنو کې د پوځ لاسوهنه بولي ټلواله جوړه کړه.

دا ټلواله چې د پاکستان قانون ساتې ټلواله نوم ور کړل شوی، پخپله یې محمود خان اڅکزی مشري کوي.

د بلوچستان ملي ګوند، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، د مسلمینو د یووالي ګوند او اهل سنت شورا د دې ټلوالې غړي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند عمومي مشر عمر ایوب خان د ټلوالې تر جوړېدو وروسته وویل:« د پاکستان د قانون ساتنې ټلواله» د فبرورۍ د اتمې نېټې پر ضد او د اساسي قانون د ساتلو او د قانون د پلې کولو په موخه رامنځته شوې ده.


محمودخان اڅکزی هم وايي:« زموږ په ټلواله کې هیڅ یو ګوند د پوځ سره مخالفت نه لرو. موږ د پوځ په سیاسي کړنو اعتراض لرو.»
د هغه په خبره، دغه ټلواله د پاکستان د اساسي قانون د خوندي کولو هڅې کوي او په دې باور ده، چې د هیڅ یو پوځي او ملکي مامور د خدمت موده دې نه غځول کېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: د پاکستان ۸۰ فیصده بودیجه پر دفاع مصرفیږي، خو د هیچا دفاع نه کیږي

۲۵ وری ۱۴۰۳ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر او د پاکستان په مشرانو جرګه کې تازه ټاکل شوي سناتور ایمل ولي خان پرون په چارسده کې خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان پوځ دفاعي بودېجه دې کمه شي. ایمل ولی خان وايي د هېواد ۸۰ فیصده بودیجه په دفاع کې مصرفیږي؛ خو د هیچا دفاع نه کیږي.

عوامي نشنل ګوند په ټولنیزه رسنۍ اېکس کې د سناتور ایمل ولي خان د څرګندونو جزیات خپاره کړي دي.

ایمل ولي خان وايي د پاکستان په لومړیتوبونو کې دې بدلون راشي.

دی وايي په پاکستان کې بې روزګاري هغه وخت ختمېدلی شي، چې د اټم بم د ساتلو پرځای کارخونې جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي: «که د امریکا د غلامۍ پر ځای د هېواد لپاره فکر وکړو؛ نو زموږ اقتصادي بحران به ختم شي.»

دی وايي، د پاکستان پراختیايي بودېجې ۸۰ څخه ۹۰ فیصده دې په پر ولسي پراختايي پروژو ولګول شي.

نوموړی ټینکار سره وايي، په پاکستان کې ټولې ستونزې حل کېدای شي، خو یوازې په لومړیتوبونو پورې اړه لري.

په وروستیو کالونو کې په پاکستان کې د توکو قیمتونو لوړېدل، د دغه هېواد د وګړو ژوند سخت کړی دی، چې په دې اړه یې شکایتونه ورځ تربلې په زیاتېدو دي.

د راپورونو پر بنسټ د شهباز شریف په مشرۍ حکومت د مالیه وزارت راروانه بودېجه کې د پاکستان د پوځ کلنۍ دفاعي بودېجه ۱۶ فیصده لوړه کړې ده.

یو شمیر پاکستاني کارپوهان وايي د پاکستان پوځ د جګړې سره لاس او ګرېوان دی نو په دې وخت کې دغه هېواد اړ دی، چې دفاعي بودېجه لوړه کړي.

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر له ګوندونو وغوښتل چې له ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار وکړي

۲۴ وری ۱۴۰۳ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر سيد يوسف رضا گيلاني ویلي، چې د پاکستان ټول سياسي ګوندونه دې له ستونزو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي چې د پاکستان په ملتان کې د اختر په ځانګړو مراسمو کې خبرې کولې، ویلي، چې

ایتلافي حکومت د دغه هېواد له ستونزو خبر دی او د حل لپاره یې کار کوي.

ښاغلي ګیلاني ویلي، چې د ملتان د پرمختګ لپاره پخوا هم په ځانګړي ډول کار شوی و او په راتلونکې کې به هم دغه سیمه کې ځانګړي اقتصادي زونونه جوړ شي.

د پیپلز ګوند دغه مخکښ مشر له مسلم لیګ نواز ډلې سره د ایتلافي حکومت د جوړولو د هوکړې په نتیجه کې د مشرانو جرګې مشر وټاکل شو.

پاکستان د ایران ملاتړې زینبیون لېوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړه

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

پاکستان د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه قدس پوځ پورې تړلی ملېشه یي ځواک زینبیون لېوا د "ترهګرو" ډلو په لېست کې شامله کړه. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، زینبیون لېوا د پاکستان سولې او امنیت ته زیان رسوونکو چارو کې لاس لري.

د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک په سوریه کې د بشار اسد د حکومت په ملاتړ د جګړې لپاره له پاکستاني شیعه یانو زینبیون لېوا جوړه کړې ده.

د هغه سند له مخې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۲۹مه زینبیون د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

ایران د زینبیون په څېر له افغان شیعه یانو د فاطمیون لېوا جوړه کړې ده، خو ادعا کوي چې دغو لېواوو کې یې افغان او پاکستاني رضاکار ځواکونه تنظیم کړي او سوریې ته یې د بشارالاسد او داعش پر ضد د جګړې لپاره استولي دي.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران دغه دوه لېواوې په ۱۳۹۲ کال په سوریه کې د کورنۍ جګړې پیلېدو سره جوړې کړې.

تر دې وړاندې د بشري حقونو سازمانونو ویلي و، چې ایران افغان او پاکستاني کډوال د سوریې جګړې ته د بشار اسد د دفاع لپاره استوي.

پاکستان په داسې حال کې زینبیون د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني چې د دغه هېواد د سند صوبې د ترهګرۍ ضد ځانګې د ۱۴۰۲ کال په دلو یا تېره فبروري میاشت کې د زینبیون یوه روزل شوی وسلوال ونیو.

د پاکستان د سند صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي و، چې نیول شوی کس "محمد مهدي" نومیږي او د پاکستان پر ستر مفتي تقي عثماني په برید کې یې مستقیم لاس درلود.

مفتي عثمان د پاکستان د سترې محکمې پخوانی قاضي او د اسلامي همکارۍ سازمان د اسلامي فقهې د نړیوالې اکاډمۍ دایمي غړی و.

په هغه باندې وژونکي برید د سرطان په ۱۴۰۰ کې ترسره شو او د پاکستان پولیسو هغه وخت ویلي و چې دا برید په هېواد کې د سولې د ګډوډولو او د فرقه يي تاو تریخوالي د غوړولو یوه ښکاره هڅه وه.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په بلوچستان کې د یوې لارۍ د چپه کېدو په پېښه کې ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۸ نور ټپیان دي

۲۳ وری ۱۴۰۳ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شاه نوراني زیارت ته پر لاره د زیارت کوونکو د یوې لارۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي. پاکستاني پولیس وايي، لارۍ د چلوونکي د بې غورۍ له امله له سړک وتلې او کندې ته لوېدلې.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ د (وري ۲۳مه) خبر ورکړی چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په یوه لارۍ ۷۰ تنه سپاره زیارت کوونکي د بلوچستان د حب ولسوالۍ د قاسم جوکیو مکلي له کلي څخه تېرېدل.

د پولیسو په وینا، د ۱۵ مړو شویو کسانو پېژندګلوي شوې او ۳۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د مساپرو خپلوانو ویلي، چې دغه لارۍ نن سهار نهه بجې یوې درې لوېدلې او له پېښې درې ساعته وروسته د ژغورنې او پولیسو ډله د پېښې ځای ته ورسېده.

په پاکستان کې د بسونو او لاریو ټکرونه نوې خبره نه ده. د دغه هېواد غرنۍ سیمې هر کال د خپلو لویو ښارونو تر منځ پر سړکونو د بسونو او لاریو د ټکر او چپه کیدو شاهدې وي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له افغانستان سره د دغه هېواد له ګاونډیو سیمو لیدنه کړې

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له افغانستان سره د ډېورنډ پر کرښه له پرتو سیمو لیدنه وکړه. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د چهارشنبې په ورځ لیکلي، چې لوی درستیز د پوځ عملیاتي چمتووالی او د ډېورنډ د کرښې له امنیتي وضعیت څارنه وکړه.

د پاکستاني پوځ لوی درستیز د خوست ولايت سره نږدې د شمالي وزيرستان ميرانشاه او سپين وام باندې دوره کړې ده.

دا پر خوست او پکتیکا د دغه هېواد له هوايي بریدونو وروسته د پاکستان د پوځ د مشر لومړی سفر دی.

د پاکستان هوايي ځواک د اګست په ۲۸مه سهار وختي په پکتیکا او خوست هوايي بریدونه وکړل.

د پوځ په وینا؛ د برید هدف په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ځواکونه وو.

که څه هم افغان طالبان د اسلام اباد متحد بلل کېږي؛ خو واک ته د دې ډلې له راتګ وروسته په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د فعالیتونو له امله د پاکستان امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.