• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ستره محکمه: په زابل کې مو درې تنه په عام محضر کې په سزا ورسول

۲۶ وری ۱۴۰۳ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په زابل کې یې درې تنه د «غلا او لواط» په تور په عام محضر کې په سزا رسولي. دغه محکمه زياتوي چې دغه درې تنه د زابل ولایت د ښاري لومړۍ محکمې له لوري محکوم شوي وو.

د طالبانو سترې محکمې نن یکشنبه د (وري ۲۶مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغو کسانو له ډلې یې یوه تن ته د اته میاشتې تنفیذي د بند سزا ورکړې او شل دورې یې وهلی.

دویم هغه یې په ۱۰ میاشتې تنفیذي بند محکوم او ۲۰ دورې وهلی، او دریم ته یې هم شپږ میاشتې تنفیذي بند سزا ورکړې او ۱۰ دروې یې وهلی دی.

د طالبانو په وړاندې شویو معلوماتو کې د سزا د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو زیاته کړې یې ده چې دغو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده. دا ډله معمولا په داسې قضیو کې تورن کسان په دورو وهي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې جسمي سزاګانې بیا پیل کړې، خو په دې وروستیو کې د دغې ډلې چارواکو د وهلو ټکولو، د لاسونو پرې کول او اعدام په څېر جسمي سزاګانې ډیرې کړې دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د جسمي مجازاتو چې د انساني کرامت خلاف او ظالمانه عمل دی مخه ونیسي.

خو د طالبانو ډلې ویلي چې اسلامي شریعت پلي کوي او بهرني هېوادونه او سازمانونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته