پر اسراییل د ایران بریدونه؛ طالبان او یو شمېر پخواني افغان سیاستوالو یې ستاینه کوي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۶

طالبان، عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، محمد محقق، عبدالطیف پدرام او ګلبدین حکمتیار پر اسراییل د ایران بریدونه ستایي او دا بریدونه دفاعي او مشروع اقدام بولي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر اسراييلو د ایران هوايي بریدونه «دفاعي او مشروع اقدامات» بللي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې د «اسراييل د حکومت د جنايتونو درولو» په موخه خپلي هڅې ګړندۍ کړي.
له دې سره، د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید ځواب ورکول د اسلامي جمهوریت حق و.
د نوموړي په خبره، د دې برید مسوول اسراییلي چارواکي او ملاتړي یې دي.
حکمتیار وایي: (( دا یو مثبت پرمختګ دی چې په اسلامي نړۍ کې داسې یو هېواد هم شته چې د امریکا پروړاندې ځوابیه عمل ترسره کوي او غچ اخلي، نه دا چې د ننګ چوپتیا غوره کړي.))
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم وایي، چې په اسراییلو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه د دفاع په موخه شوي او دا د ایران د دولت او ملت طبیعي حق و.
محقق دا بریدونه په غزه کې د مېشتو فلسطینیانو په زخمونو مرهم بولي.
د اسلامي جمعیت مشر عطا محمد نور هم وایي، چې پر اسراییلو د ایران برید د ستاینې وړ دی.
د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله وایي، چې اسراییلو ته د ایران ځواب د دغه هیواد د حاکمیت د نقضولو په وړاندې یو "دفاعي" اقدام و.
د نوموړي په خبره، د اسراییلو لخوا په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو د وژلو دوام او د ماشومانو، ښځو، د نړۍوالو موسسو د کارکوونکو، ډاکټرانو او مرستندویه کارکوونکو په نښه کول په سیمه ایزه او نړیواله کچه د ناورین او ترینګلتیاوو اصلي لامل دی.
د ویلو ده، چې د افغانستان د ملي کنګرې مشر عبدالطیف پدرام هم پر اسراییلو د ایران برید مشروع او قانوني ګڼي.
نوموړی وایي، چې د ایران دا بریدونه دقیق او مسوولانه و.
دا لومړی ځل دی، چې طالبان او ددغې ډلې مخالفین سره یو نظر دي.
ایران تېره شپه پر اسراییلو د څه باندې درې سوه بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.
د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د ایران د ۹۹ سلنه بریدونو مخه یې نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو