• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا: د افغان ښځو او نجونو لپاره برابر حقونه، زموږ د سیاست بنسټیز اصل دی

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال وډانت پټېل ویلي، د افغان ښځو او نجونو لپاره برابر حقونه په افغانستان کې د دوی د سیاست یو بنسټیز اصل دی. ښاغلي پټېل ویلي، که د هېواد نیمه برخه په ټولنه او اقتصاد کې له ګډونه لرې کړای شي؛ طالبان به مشروعیت ترلاسه نه‌کړي.

هغه د چهارشنبې په ورځ (د وري په ۲۹مه) یوې خبري ناستې ته وویل، د افغان مېرمنو لپاره برابر حقونه د افغانستان پر وړاندې زموږ د تګلارې بنسټیز اصل دی او موږ به په دې برخه کې خپلو چارو ته دوام ورکوو.
افغان مېرمنې د څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې له خپلو بنسټیزو حقونو لکه؛ زده‌کړې، سفر، پارکونو ته له ورتګ، په ازاده ډول په سړکونو له ګرځېدو بې برخې شوې دي.
په دغې موده کې د ښځو د حقونو فعالانې په وار، وار سره د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» د په رسمیت پېژندلو غوښتونکې شوې.
په وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان د ښځو د بشري حقونو د شاتګ د روښانه بېلګې په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې د ښځو د حقونو برابري کېدای شي چې ۳۰۰ کاله وخت ونیسي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه
۱

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۲

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۳

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

۴

په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور د ۳۱ افغانانو محاکمه پیل شوې

۵

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي