په شمال کې ۱۶ زنداني شوې مېرمنې د طالبانو له جنسي تېري وروسته مېنداورې شوې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه لیکلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو؛ جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ تنه زنداني مېرمنو څخه ۱۶ تنه یې د طالبانو له جنسي تېري وروسته مېندواره شوې دي.