• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ملي امنیت مخکینی مشر: د بوکو حرام او الشباب ډلې هم افغانستان ته راغلې دي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت مخکینی مشر وايي، د بوکو حرام او الشباب «ترهګرې» ډلې هم دا مهال افغانستان ته راغلې دي. احمد ضیا سراج وايي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان د «ټولو ترهګرو ډلو په روزنځای بدل شوی.»

د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج تېره ورځ دوشنبه ناوخته د (غوايي درېیمه) په خواله رسنیو کې د یوه غږیز کليپ له لارې خبرداری ورکړی چې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته «افغانستان د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی.»
ضیا سراج ادعا کړې چې دا مهال په افغانستان کې د بوکو حرام «ترهګره» ډله چې په نایجیریا کې فعالیت کوي او د الشباب «ترهګره» ډله چې له سومالیا راپورته شوې د نورو «ترهګرو» ډلو تر څنګ په افغانستان کې فعالې دي او له طالبانو سره له نږدې اړیکې پالي.
د تېر جمهوري حکومت دغه چارواکی په یوه ۲۰ دقیقې غږیز کلیپ کې، افغانستان د «ټولو ترهګرو ډلو د روزنې مرکز» وباله او زیاته یې کړه چې القاعده، داعش او نورې ډلې چې په افغانستان کې مېشتې دي، خپل غړي یې په بېلابېلو برخو کې رابللي، او په روزنه بوخت دي.
سراج زیاته کړه: «په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله «ترهګرې» ډلې په اسانۍ سره ځوانان خپلو لیکو ته ګوماري.»
د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنیت مشر زیاته کړه چې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو په لیکو کې ډېر داسې کسان شته چې کار یې جګړه ده او له همدې لارې پیسې ترلاسه کوي چې له همدې امله بېلابېل هېوادونه ترې ګټه اخلي او د خپلو موخو لپاره یې کاروي.
ضیا سراج په پاکستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره چې په ترڅ کې یې چینايي وګړي، لویې پروژې او د ګوادر بندر په نښه شو، وویل: «هر څوک کولای شي د پیسو له یوه بکس سره افغانستان ته لاړ شي او ترهګرې ډلې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.»
تر دې وړاندې هم د بیلابیلو سازمانونو او نړېوالو څېرو له لوري په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د نړېوالو ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت خبره شوې وه خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د مخکیني حکومت یو چارواکی هلته د بوکو حرام او الشباب ډلو د شتون او فعالیت خبره کوي.
طالبانو د دغه چارواکي ادعا ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۴

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۵

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی