• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي: د پاکستان حکومت له بلوڅانو سره ښکاره دښمني کوي باید ټول بلوڅان یې پر ضد ودریږي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د طالبانو تحریک د بلوچستان د کلات او مکران وسله والو ته په یوې منسوبه وینا پاڼه کې د پاکستان پر مرکزي حکومت تور پورې شوی چې د دغې صوبې ټولې زېرمې او د ځمکې لاندې کانونه او پیداوار له بلوڅانو تروړي، خو د ناخوالو پر مهال ورسره د مور مېرې چلند کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان په ۷۴ کلن تاریخ کې بلوچستان صوبه له ټولو امکاناتو بې برخې پاتې شوې او د بلوچستان ټول وسایل د اسلام اباد د واکمنانو له خوا لوټل کیږي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو په ترڅ کې د دغې صوبې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي، خو د خبرپاڼې په وینا تر دې مهاله د اسلام اباد هیڅ یو چارواکی دغې صوبې ته د غمرازۍ لپاره نه دی ورغلی.

د خبرباڼې له مخې په سهراب، ډېره بګټي، پښین، لورلايي، کیچ، ګوادر او چمن کې وروستیو سیلابونو ۱۷ کسان مړه کړي او ۲۴ نور په کې ټپیان شوي دي.
دغه راز په دغو سیمو کې سلګونه جریبه ځمکه او په لسګونه کورونه نړېدلي، خو له اسلام اباده تر اوسه پورې یو چارواکی هم د دغو خلکو د لاسنیوي لپاره نه دی ورغلی.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې د پاکستان له سوداګرو او پانګوالو غوښتل شوي چې په بلوچستان کې دې د سیلاب ځپلو خلکو لاسنیوی وکړي او پر ولسی خلکو غږ شوی چې د پاکستان د تحریک طالبان سره یو ځای شي او د دغه حکومت له پوځ سره دې په کلکه مبارزه وکړي.
دا ښايي لومړی ځل وي چې (ټي ټي پي) د بلوچستان صوبې لپاره او د هغې صوبې د خلکو سره د غمرازۍ په پار خبرپاڼه خبروي، تر دې وړاندې دغه تحریک د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو له خلکو څخه د خبرپاڼو په خپرولو سره ورته غوښتنې کړې وې.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي