• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: مسکو په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي ته د څوکۍ د سپارلو غوښتونکی دی

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې ویلي، چې دغه هېواد په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازي ته د څوکۍ د سپارلو غوښتونکی دی.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو کې د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف دي.

په ورته وخت کې طالبانو بیا په وار - وار غوښتنه کړې وه، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ یادې ډلې ته وسپاري.
د طالبانو د حکومت ویاند څه موده مخکې ویلی وو، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په بهیر کې ملګرو ملتونو د دغه هېواد لپاره هیڅ هم نه دي کړي او یوازې ناکامې نسخې یې وړاندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کب ۷مه د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د تړلو دروازو تر شا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه.
د راپورونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې له مهمو موضوعګانو څخه وو.
دواړو لوریو چې د سې شنبې په ورځ (د غویي ۴مه) کتلي دي، دغه راز د طالبانو او روسیې پر مثبتو اړیکو یې هم ټينګار کړی دی.
ضمیر کابلوف ویلي، چې روسیه او افغانستان باید د داعش ډلې د ځپلو په برخه کې هم سره ګډه همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې د ضمیر کابلوف له قوله زیاته شوې ده، چې روسي پانګوال په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې لېوالتیا لري.
په دغه کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان په اړه د مسکو د دریځ هرکلی وکړ.
نوموړي ویلي، چې د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.
مولوي عبدالکبیر په مسکو- فارمټ کې افغانستان ته د رسمي غړیتوب د ورکولو هيله هم څرګنده کړې ده.
د یادولو ده؛ سره له دې چې روسیې هم د نورو هېوادونو په شان د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې پراخې اړیکې لري.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي