• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: کابلوف ویلي، چې د دوحې راتلونکې ناسته د طالبانو له هوکړې پرته بې پايلې ده

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره په لیدنه کې ويلي، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې باید ملګري ملتونه د طالبانو توافق ولري.

ښاغلي ضمير کابلوف زياتوي، چې «د طالبانو له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پايله نه شي لرلی.»

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن سې شنبه په يوې اعلاميه کې د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ليدنې خبر ورکړی.

په اعلاميه کې راغلي، چې په ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې ترمنځ پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي مسايلو، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکې ناستې او پر سيمه ييزو مسایلو خبرې کړې دي.

اعلاميه زياتوي، چې متقي په ناسته کې د روسيې او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړيکو او سوداګرۍ پر لا پياوړتيا ټينګار کړی.

ښاغلي متقي په دوحه کې د افغانستان د مسايلو اړوند د ملګرو ملتونو په نوښت جوړېدونکې ناستې ته په اشارې ويلي: « طالبان له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.»

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د دوحې په ناسته کې د طالبانو هوکړه اخيستل لازمي بللې او زياتوي: « هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د طالبانو هوکړه په کې اخیستل شوې وي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري.»

کابلوف ټينګار کړی، چې د طالبانو د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ بې پايلې ده.

هغه ويلي، چې د نړۍ دولتونه باید د تماس او څو اړخيزو ميکانېزمونو پر ځای د طالبانو د حکومت سره د دوو اړخيزو مکانيزمونو له لارې اړيکې وپالي.

ښاغلي کابلوف ويلي، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادې کړي.

په ناسته کې کابلوف د طالبانو بهرنیو چارو وزير اميرخان متقي ته د مسکو بلنه هم ورکړې.

څه موده مخکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

روزا اوتنبایوا ویلي؛ هیله لري، چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو نور وضاحت یې نه دی ورکړی.

د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه باید عملي اجنډا ولري او خبرې اترې باید د هغو پایلو لامل شي، چې دغه سازمان یې په لټه کې دی.

خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له شتون پرته ترسره شي.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۳

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۴

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۵

د تیراه اوسېدونکي: حکومت دې زموږ د بېرته ستنېدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي