پاکستانۍ رسنۍ: په تېرو لسو ورځو کې له اوو زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي

سما ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۵مه) راپور ورکړی، چې دغه شمېر کډوال د وري له ۲۵مې څخه د غويي تر درېیمې له پاکستانه اړول شوي دي. په دغه راپور کې راغلي چې، د کډوالو دغه ۲۶۷ کورنۍ د پاکستان له بېلابېلو برخو اېستل شوي چې ګڼو یې پرته له اسنادو په پاکستان کې ژوند کاوه.