د هواپوهنې اداره:نن او سبا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د جمعې او شنبې په ورځو به یو ځلې بیا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شړکنده بارانونه، واورې او ورسره د زورورو سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.