د روغتیا نړۍوال سازمان له هېوادونو وغوښتل، چې د مرغانو د والګي په اړه دې هوښیار واوسي

د روغتیا نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ د غويي په اتمه له هېوادونو غوښتنه وکړه، چې له حیواناتو څخه دې انسانانو ته د والګي په لېږد کې ډېر هوښیار واوسي. دغه سازمان وايي، چې دغه ویروس په شېدو کې پېژندل شوی او خلک دې د اومو شېدو له کارولو ډډه وکړي.