د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړېوال جام ته لاره وموندله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه له قرغزستان څخه د ۵ ـ۳ وګټله او نړېوال جام ته یې لاره وموندله. دا لوبه نن د یک شنبې په ورځ د (غوايي نهمه) په ټالینډ کې ترسره شوه.