پخوانیو چارواکو او طالبانو نړۍوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل وستایل

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې چې په لومړي ځل نړۍوال جام ته لاره ومونده، پخوانیو چارواکو او طالبانو د مبارکۍ ترڅنګ دا ستره بریا وستایله. پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اېکس کې ټولو افغانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ لیکلي، چې افغانان د سل ځلې لوېدو سربېره بیا هم پورته کیږي.