د پاکستان په پنجاب صوبه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کې ۷ پولیس ټپیان شوي

د خیبر پښتونخوا سره په پوله د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، چې له امله یې ۷ پولیس ټپیان شوي دي. پولیس چارواکي وایي، له ۱۵ تر ۲۰ وسله‌والو د پرمختللو وسلو سره پر پوسته برید وکړ؛ خو پولیس وتوانېدل، چې برید په شا وتمبوي.