په پاکستان کې په تېرې اپرېل میاشت کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۴۳ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل، لږ تر لږه ۱۴۳ کسان په پاکستان کې د اپرېل په میاشت کې د تالندې، بارانونو او د سېلابونو د راوتو په پېښو کې مړه شوي. د دغو چارواکو په وینا، په پاکستان کې د تېرې میاشتې پرتله دوه چنده بارانونه شوي دي.