د قوشتېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ نن پیلېږي

د قوشتېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ نن چهارشنبه (د غویي ۱۲مه ) د کابل نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي. ‏ټاکل شوې چې، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن سهار ۹:۳۰ بجې د بند امیر او بست لوبډلو ترمنځ او دویمه لوبه د ماسپښین ۲بجې د سپین‌غر او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شي.