پاکستاني رسنۍ: د خیبرپښتونخوا په ټانک کې په ګډو عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د پوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په بګوال سیمه کې درې وسله وال وژل شوي دي. ویل کیږي، دغه وسله وال له دغې سیمې د پنجاب ایالت لوري ته د جګړې لپاره روان و.