ملګري ملتونه: ۸۰ سلنه افغان ښځینه خبریالانې د محدودیتونو له امله دندې پرېښودو ته اړې شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخه وایي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو، ځورونې او ډار له امله اړې شوې چې خپلې دندې پرېږدي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د افغان ښځینه خبریالانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.