له ایران او پاکستانه تر درې زرو زیات کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې دوه زره او ۸۰۶ تنه افغان کډوال له ایرانه د (غویي په ۱۲مه) د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.