کرېکټ: بست زون سپین غر لوبډلې ته د ۹۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د قوش تېپې ملي شل‌اوریز کرېکټ جام سیالیو په لړ کې نن بست زون د سپین غر لوبډلې ته د ۹۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. ددې سیالیو په ۷مه لوبه کې د بست زون لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته سپین غر زون لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په روانو سیالیو کې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.