‏د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړۍوالې ډلبندۍ کې ۳۰م ځای خپل کړ

د فوټبال نړۍوال فډراسیون تېره ورځ (د غويي ۱۷مه) د فوټسال ډلبندي خپره کړه. د فوټبال نړۍوال فډراسیون (فیفا) په دغې ډلبندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۳۰م ځای خپل کړی.