طالبان: د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې ۲۱ غړو او د یوناما استازو له متقي سره وکتل

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو مشورتي کمېټې ٢١ غړو او د یوناما استازو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.