د اسیا په کچه د سوک وهنې سیالۍ؛ افغان لوبغاړي قیس عليزاده د دغو سیالیو دویم مقام خپل کړ

افغان سوک وهونکي قیس عليزاده د دغو سیالیو په پای لوبه کې له خپل قزاقستاني سیاله ماتې وخوړه او د دغو سیالیو د سپینو زرو مډال یې وګاټه. دغه لوبه د دواړو لوبغاړو ترمنځ د ۸۰ کیلو ګرام په وزن کې ترسره شوه.