ټي ټي پي په وزیرستان کې یو لړ نوي بندیزونه لګولي

د سوېلي وزیرستان اوسېدونکي وايي، د ټي ټي پي وسله والو په تېرو دوو ورځو کې د دوی په جوماتونو کې اعلانونه کړي، چې حکومتي محکمو او پوځي ښوونځیو ته به نه ورځي. دارنګه، د حکومت له لوري د سړک جوړولو پروژې به نه اخلي او ماشومان به نه واکسین کوي.