په برازیل کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېد

د برازیل چارواکو ویلي چې په سوېلي ایالت ریو ګرانډې کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی او د ۱۳۱ نورو کسانو برخلیک معلوم نه دی. د مرستندويه ادارو د معلوماتو له مخې د سېلاب له امله ۱۵۵ زره نور کسان بې کوره شوي دي.