سپینه ماڼۍ وایي، د رفح پر پوله د اسراییل عملیات «محدود» دي او « بشپړ یرغل» نه دی

اسراییلي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د رفح پر پولې بشپړه ولکه ټینګه کړه. سپینې ماڼۍ دغه عملیات «محدود» ګڼلي او ویلې یې دي، چې دا «بشپړ یرغل» نه دی. له حماس سره د اوربند د مذاکراتو سره هم‌مهاله، پر رفح د اسراییل د هر اړخیز یرغل په تړاو اندېښنې په خپل ځای پاتې دي.