د اسپانیا د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر لویس روبالیز د جبري ښکلولو په تور محاکمه کېږي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسپانېا سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د اسپانیا د فوټبال فدراسیون پخوانی رییس لویس روبالیز به د دغه هېواد د ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړې جېني هرموسو په جبري توګه د ښکلولو په تور محاکمه کېږي.