د قوش تېپې شل اوره جام سیالیو په دوام مس عینک لوبډلې سپین غر زون ته ماتې ورکړه

د قوش تېپې شل اوره جام سیالیو کې نن مس عینک لوبډلې سپین غر زون ته د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه. سپین غر لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو اورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.