د افغانستان کرېکټ بورډ: بوست زون د درېیمې بریا په خپلولو سره بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، په قوش تېپه جام کې د بوست زون لوبډلې د بند امیر زون لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د بورډ د اعلامیې له مخې، بوست لوبډلې بند امیر ته له ورکړي ۲۳۸ منډو هدف په سختۍ ساتنه وکړه او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپیر وګټله.