پوتین یو ځلې بیا میخاییل میشوستین د لومړي وزیر څوکۍ ته وړاندیز کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځلې بیا پارلمان ته د لومړي وزارت لپاره د میخاییل میشوستین وړاندیز وکړ. ښاغلی میشوستین په ۲۰۲۰کال کې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و او د پارلمان له تایید وروسته به یوه بله دوره هم پر دغې څوکۍ پاتې شي.