د برازیل په سوېل کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰۷ کسانو ته لوړ شو

د برازیل په سوېل کې د سختو سېلابونو له امله د مړو شمېره ۱۰۷ تنو ته لوړه شوه. د برازیل په پورټو الیګر او هغې ته څېرمه سیمو کې لږ تر لږه ۱۳۴ کسان تري تم دي او شاوخوا ۱۶۵ زره خلک بې ځایه شوي دي.