د طالبانو د کډوالو وزارت: ‏په سلګونو کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸۲ افغان کډوال (د غویي په ۲۰مه) د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه کړل شول. ‏د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۶۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۴ تنه ‏کېږي؛ په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړل شوې.