د بنګلدېش کرېکټ بورډ د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د بنګلدېښ کرېکټ بورډ نن د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. د دغه هېواد کرېکټ بورډ نجم الحسين د لوبډلمشر او تسکين احمد د مرستیال په ډول ټاکلي دي. د ۲۰ اوره نړیوال جام سيالۍ به راتلونکې جون مياشت په امريکا او ويسټ انډيز کې پيل شي.