ریچارډ بېنېټ: د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو سره مې په ناروې کې خبرې اترې وشوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي تایید کړه، چې په اسلو کې یې د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر استازو سره لیدلي دي. ریچارډ بېنېټ د دغې دوه ورځینۍ ناستې په اړه ډېر توضیحات نه دي ورکړي.