افغانستان د منځنۍ اسیا والیبال سیالیو کې پنځمه ماتې وخوړه او له دغو سیالیو بهر شو

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا والیبال سیالیو په لړ کې پرلپسې پنځمه ماتې وخوړه او له دغه سیالیو بهر شوه. د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د قرغیزستان د واليبال له لوبډلې سره وکړه، چې پکې یې ۳ - ۰ ماته وخوړه.