ایران وایي، طالبانو سره به په دوه اړخیزې راکړه ورکړه کې د ډالرو پر ځای ریال کارول کېږي
د ایران د مرکزي بانک مرستیال محسن کریمي وایي، تهران او په کابل کې طالبان پر دې خبرې غور کوي چې د دوه اړخیزو راکړې ورکړې په برخه کې به امریکايي ډالر نور نه کاروي.
تسنیم خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۲۶مه) د ښاغلي کریمي له قوله لیکلي، چې د سوداګریزو چارو په برخو کې د تهران او په کابل کې د واکمنو طالبانو تر منځ د امریکايي ډالرو پر ځای د ریالو د کارولو پر سر خبرې اترې روانې دي.
د نوموړي په خبره، «د ساحلي ریال» د ایران د خصوصي برخې د صادرونکو او اقتصادي فعالانو له لوري کارول کېږي.
د ایران د مرکزي بانک مرستیال ټینګار کوي چې: «په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د امریکايي ډالرو پر ځای د ریالو کاروونه د ایران لهخوا پر دغه هېواد د لګول شویو بندیزونو د مخنیوي په پار یو وړاندیز دی، چې دوی تل پرې ټینکار کوي.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین هم ویلي و، چې د روسیې، افغانستان او عراق سره په سوداګریزو برخو کې د ریال کاروونه د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده.
دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي و، چې په سوداګریزو چارو کې د ډالرو پر ځای د دوی د کورنۍ پیسې کارول مثبتې پایلې له ځانه سره لرلای شي.
د ایران پولي واحد په دې وروستیو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې په بې کچې توګه راپرېوتی دی.