د ایراني پوله ساتو ځواکونو قوماندان: د ۴افغانانو له معدو مو ۱۷۷ کڅوړې نشه‌یي توکي راواېستل

د ایراني پوله ساتو ځواکونو یو قوماندان وايي، هغه څلور افغان قاچاق کوونکي یې د خراسان رضوي ولایت په تایباد کې نیولي چې په معدو کې یې د نشه‌يي توکو ۱۱۷ کڅوړې ځای پر ځای کړې وې.

محمد محمودي وايي، د دغو قاچاق کوونکو له معدو اېستل شوي توکي پوډري هیرویین، تریاک او ښیښه دي.
د ایران د خبري اژانس اېرنا د خبر له مخې ښاغلي محمودي خبریالانو ته ویلي، چې په یوه بله پېښه کې یې دوه کیلو او ۵۰ ګرامه د نشه‌یي توکو دوه نورې کڅوړې چې یو تن مساپر له ځانه سره لېږدولې نیولې دي.
د خراسان رضوي ولایت د ایران په ختیځ کې پروت دی، چې له افغانستان سره ۳۰۲ کیلو مټره ګډه پوله لري.
د تایباد ولسوالي بیا د ایران او افغانستان سره په ګډه پوله د مشهد جنوب ختیځ لوري په ۲۲۵ کیلو مټرۍ کې پرته ولسوالي ده.