ملګري ملتونه: ۷۳سلنه افغان مېرمنې نه شي کولای له نارینه پرته سیمه‌ییزو بازارونو ته لاړې شي

د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په افغانستان کې د کارکوونکو مېرمنو په اړه راپور خپور کړی. دغه سازمان لیکلي، هغو ۷۳ سلنې مېرمنو سره چې مرکې شوې ویلي چې د کورنۍ له نارینه غړي پرته هغو بازارونو ته نه شي تللای چې هلته طالبان واکمن دي.