• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطر له طالبانو وغوښتل چې د ملي روغې جوړې او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۲۱:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ملي پخلاینې لپاره هر اړخیز کار وکړي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له لوړ پوړو طالب چارواکو سره په لیدنه کې له دغې ډلې وغوښتل چې د "بشري حقونو" او "د افغانانو د باعزته ژوند کولو حق" څخه ساتنه وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو ملا برادر، مولوي عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي او د دغې ډلې د بهرنیو، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سراج الدین حقاني، ملا یعقوب او امیرخان متقي سره وکتل.

د قطر د بهرینو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د کړکېچونو د حل د یوې لارې په توګه د خبرو پر اهمیت او همدا راز د طالبانو د ګډون له لارې له نړۍوالې ټولنې سره د رغنده همکارۍ په برخه کې پوره باور لري.

طالب چارواکو هم د جلا بیانیو په خپرولو سره د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د لیدنې خبر ورکړی دی. خو دوی په افغانستان کې د ملي پخلاینې په اړه له طالبانو څخه د قطري پلاوي د غوښتنې یادونه نه ده کړې.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر دغې ډلې ته د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ګډون بلنه ورکړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې محمد بن عبدالعزیز خلیفي په دې لیدنو کې له ترهګرۍ، فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده او له افغانستان سره یې دوامداره همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره په طبي تجهیزاتو مجهز د یو تخصصي روغتون جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

هغه د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د روغتیا، پوهنې، بشري مرستو او پراختیا په برخو کې د قطر پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د قطر پراختیايي صندوق د نړۍ له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د هغه پر بنسټ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د لومړنیو صحي خدمتونو ملاتړ کوي.

قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او پر دغې ډلې د پام وړ نفوذ لري. قطر د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه دی، چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړېږي.

طالبانو د دوحې په تېرو دوو غونډو کې له ګډون څخه انکار کړی و. قطر او ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه غونډه کې د دې ډلې د استازو د ګډون لپاره هڅې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

اردوغان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان «د مهربانۍ د نړیوالې جایزې» په اوومه جشنواره کې د نړۍ له هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

ښاغلي اردوغان وویل، چې د افغانستان په شمال کې د سیلابونو له امله یو بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د ترکیې د مهربانۍ د نړیوالې جایزې اوومه جشنواره د چهارشنبې په ورځ په انقره کې جوړه شوه.

په دې مراسمو کې رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د سېلابونو له امله رامنځ ته شوي بحران، د غزې وضعیت، د سوډان او یو شمېر نورو هېوادونو کړکېچ ته اشاره وکړه.

د ترکیې ولسمشر وویل: "په افغانستان کې له سیلابونو وروسته زموږ تر ۴۰۰ زیات خویندې او وروڼه مړه او د هېواد په شمال کې ستر بشري ناورین رامنځ ته شوی دی.”

ښاغلي اردوغان ټینګار وکړ چې هېواد یې له سېلاب وروسته افغانستان ته د بشري مرستو لېږل پیل کړي او له افغان ولس سره به مرستو ته دوام ورکړي.

هغه له افغانستان سره د ترکیې وروستیو مرستو ته په اشارې سره وویل: “په دې سختو ورځو کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرسته کول خپله دنده ګڼو.”

په افغانستان کې له سیلابونو وروسته ترکیې دغه هېواد ته شاوخوا ۲۴ټنه هوايي مرستې واستولې.

د چهار شنبې په ورځ د ترکیې د بیړنیو حالاتو ادارې اعلان وکړ چې د افغانستان خلکو ته د دغه هیواد د «مهربانۍ اورګاډي» لیږلی چې له ۴۳ واګونونو جوړ دی او له ۶۰۰ټنو څخه ډیرې مرستې په کې بار دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان نه د یو امریکایی سیلاني لیدلنه

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

یو امریکایی سیلاني چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه لیدنه کړې د خپل سفر تجربې یې په ټولنیزو شبکو شریکې کړي دي.

د امریکا د کنساس ښار اوسیدونکي ۲۵ کلن ایلي سنایډر په ټیک ټیک کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښودل شوي چې سیلانیان باید څه وکړي ترڅو د ۱۰ ورځو لپاره په خوندي ډول افغانستان ته سفر وکړي.

د ډیلي میل سره په خبرو کې، د میشیګان پوهنتون څخه فارغ شوي دغه امریکايي ویلي، چې د دې لپاره چې ټول وخت سفر وکړي، په امریکا کې یې خپله دنده پریښي ده.

هغه افغانستان ته د سفر لپاره خپله انګیزه په دې توګه بیان کړې: "زه د هغه ځایونو لیدو لپاره لیوالتیا لرم چې د امکان تر حده له نورو سیمو سره تفاوت ولري. ځینې ​​وختونه دا د یو خطرناک ځای څخه د لیدنې په مانا هم وي."

نوموړی وايي: "په دې وروستیو کې د بیلابیلو ګرځندویه شرکتونو د شمیرو له مخې، افغانستان په پرلپسې ډول د سیلانیانو د خوښې وړ په ۱۰ غوره هیوادونو کې راځي. ما د افغانانو د میلمه پالنې، د دغه هیواد د طبیعت او خوړو په اړه ښه شیان اوریدلي وو. زه پلان لرم چې د نړۍ ټولو هیوادونو ته سفر وکړم."

د مې په ۲۰ مه د هغه له خوا د افغانستان په اړه خپره شوې ویډیو څه باندې یو میلیون ځله لیدل شوې ده.

هغه د خپل سفر پر مهال له کابل، بامیان او مزار شریف څخه لیدنه وکړه.

دغه سیلاني د انسټاګرام په یوه پوسټ کې خپل د افغانستان سفر "تر ټولو ښه سفر" بللی دی.

هغه وايي،‌ "افغانستان هغه هیواد نه دی چې تاسو د سیلانیانو د جاذبې لپاره ورځئ، بلکې یو داسې هیواد دی چې تاسو کولی شئ له کوره بهر وګرځئ او د ورځني ژوند څرنګوالي ننداره وکړی"

ایلي سنایډر څرګنده کړه چې د هغه ترټولو یادګاري شیبه هغه وخت وه کله چې هغه د تورخم له پولې تیریده.

سنيډر لیکي: "زمونږ پر پاسپورټ ټاپه ولګول شوه او د اغزن تار څخه جوړ شوي له اوږده دهلیز څخه تېر شو، او د افغانستان د کډوالی دفتر ته په داسې حال کې ورننوتلو چې هلته بل څوک نه و."

هغه وايي، "موږ خپل پاسپورتونه طالب چارواکي ته وسپارل، چې هغوی پرې دخولي ټاپې ولګولې، او په هغه شیبه کې یوه عجیبه چوپتیا او خاموشي وه. دا وضعیت به تل زما په یاد وي.

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیران د قطر له پلاوي سره د اړیکو پر پراختیا وغږېدل

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د قطر د دولت وزیر او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. د طالبانو دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د ملا یعقوب مجاهد په حواله لیکلي، چې نوموړي له قطر سره د اړيکو پر پياوړتيا او د همکاريو پر دوام ټينګار کړی.

دغه راز د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې د قطر د دولت وزیر او بهرنیو چارو مرستیال وزیر په مشرۍ پلاوي له سراج الدین حقاني سره په کتنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختيا غواړي.
په دغه دوو جلا جلا کتنو کې دواړو طالب چارواکو په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د قطر د بیړنیو مرستو هرکلی هم کړی.

د دوحې غونډې درشل کې د قطر پلاوی

له ملا یعقوب مجاهد سره د قطر مرستیال بهرنیو چارو وزیر
100%
له ملا یعقوب مجاهد سره د قطر مرستیال بهرنیو چارو وزیر


د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د دغه هېواد د دولت د وزیر په مشرۍ پلاوی د دوحې غونډې په درشل کې کابل ته تللی دی.

دغه پلاوي نن له ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي دي.

که څه هم د طالبانو امنیتي او دفاعي چارواکو په خپلو اعلامیو کې د دوحې غونډې په هکله څه اشاره نه ده کړې، خو د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له دې ډلې د دوحې دریمه غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا هم ویلي چې د طالبانو ګډون سره به دا غونډه یوه نتیجه ولري.

د ملا برادر دریځ

له حقاني سره د قطر د چارواکو ناسته
100%
له حقاني سره د قطر د چارواکو ناسته

په مقابل کې ملا برادر ویلي، چې د دوحې غونډه د دوی له ګډون پرته نتیجه نه لري.
ټاکل شوې، چې د دوحې دریمه غونډه اوه ورځې وروسته د قطر پلازمېنه کې پیل شي.
ملګرو ملتونو ویلي دي، چې د دې غونډې موخه «له افغانستان سره په منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.»
د قطر تر پلاوي مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو کابل ته د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو ته د دوحې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د یادولو ده، چې طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېره غونډه کې یې ګډون ونه کړ.

ملا برادر: د دوحې غونډه د طالبانو له ګډون پرته نتیجې ته نه رسېږي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۱:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره لیدنه کې ویلي، د دوحې غونډه د دوی له ګډون پرته نتیجه نه لري. د قطر د دولت وزیر په مشرۍ پلاوي نن کابل ته په تللو د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي دي.

د عبدالسلام حنفي دفتر وايي، په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیال هم و او د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د نوموړي د دفتر په اعلامیه کې د دوحې غونډې ته اشاره نه ده شوې، خو د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال دفتر په خپله اعلامیه کې دا غونډه هم یاده کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې د قطر مرستیال بهرنیو چارو زویر له ملا بردار سره په لیدنه کې له دې ډلې غوښتي چې د دوحې غونډه کې ګډون وکړي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، قطر هیله من دی چې د طالبانو ګډون سره د دوحې راتلونکې غونډه کې نتیجه ترلاسه شي.

ملا برادر هم په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو له ګډون پرته ورته غونډې نتیجه نه ور کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې په دا ډول غونډو کې د طالبانو نظر او دریځ ته درناوی وشي: «د اسلامي امارت له استازي پرته د افغانستان په اړه نړیوالې جوړېدونکې غونډې کومې پایلې ته نشي رسېدلی نو پکار ده، چې په دې ډول غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی او خبره یې واورېدل شي.»

د دوحې دریمه غونډه اوه ورځې وروسته د قطر پلازمېنه کې پیلېږي.

ملګرو ملتونو ویلي دي، د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.»

د قطر تر پلاوي مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو کابل ته د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو ته د دوحې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په هکله څه نه دي ویلي، خو په تېره غونډه کې یې ګډون ونه کړ.

طالبان په تېره غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف و.

دوی وايي، یوناما په افغانستان کې شته او بل استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

له بلې خوا نن دد ملا کبیر په مشرۍ طالبانو سیاسي کمېسیون په یوه ناسته کې په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کوي.

نوموړي د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون د دغې ډلې د «موقف» منلو سره مشروط بللی دی.

د هواپوهنې اداره: په ۲۱ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره وایي، چې نن او سبا (د غبرګولي په ۳مه او ۴مه نېټه) په ۲۱ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ( ۱۵ تر ۵۰) ملي مترو اټکل شوې ده.
خبرپاڼې کاږلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو اټکل هم شوې دی، چې د چټکوالي کچه یې په یوه ساعت کې له (۳۰ څخه تر ۸۰) کیلو متره اټکل شوې ده.
له بل پلوه په فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو کې تازه سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي او ۸ نور تري تم دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چاروکو کې د طالبانو وزارت ویاند ویلي و، په تېرو نږدې لسو ورځو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي.

جانان سایق په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې وه، چې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵ زره کورونه وېجاړ شوي دي.

ښاغلي سایق ویلي، چې دغه مړینه روان کال د غويي له ۲۰مې د غبرګولي تر لومړۍ په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې ځايي خلکو ته اوښتې ده.