• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د دریو امریکایانو د خلاصون لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې له خنډ سره مخ شوې

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د دریو امریکايي وګړو د خلاصون په اړه خبرې له خنډ سره مخ شوې دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دريو امريکايانو د خوشي کولو په بدل کې له ګونتانامو د خپل يوه غړي د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د دغه غړي، چې په ګوانتانامو کې بندي دی، د هویت په اړه لا هم معلومات نشته.

د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه خبرې د امریکا د امنیتي او استخباراتي ادارې او طالب چارواکو تر منځ له څو پړاوه وروسته بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

طالبانو د روانې مياشتې په پيل کې وویل، چې د دوو امريکايانو په ګډون يې يو شمېر بهرني وګړي له "قانون د سرغړونې" په تور نيولي دي.

د طالبانو ویاند ویلي چې د دغو وګړو د نیولو په اړه یې د امریکا حکومت ته خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو یوه چارواکي ویلي: "موږ خبرو ته چمتو یو، خو امریکا له معقولو ګامونو ډډه کوي." "موږ غواړو چې خپل افغان ورور له ګوانتانامو زندان خوشی کړو، خو امریکایان دا نه غواړي."

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د امريکايي وګړو له نيول کېدو وروسته رسنيو ته ويلي، چې افغانستان ته تلونکي بهرني وګړي د دغه هېواد د قوانينو په رعايتولو مکلف دي.

په کابل کې یو زنداني امریکایی راین کاربیټ نومیږي، خو د دویم زنداني هویت معلوم نه دی.

تر دې مخکې د طالبانو د زنداني مېرمنې راین کاربیټ مېرمن ریان کاربیټ ویلي وو، چې هغه "واقعی" نه پوهېږي چې د خپل مېړه د ژغورلو لپاره یې څه تدابیر نیول کېږي.

طالبانو راین کوربیټ چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې کار کړی و، د ۱۴۰۱ کال د اسد په میاشت کې له خپلو جرمن او افغان همکارانو سره د افغانستان په شمال کې د «افغانستان له قوانینو د سرغړونې» په تور ونیو.
کوربیټ د یوې ادارې د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره افغانستان ته تللی و.
تر دې مخکې د راین کوربیټ وکیلانو له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې د طالبانو له زندانه د هغه په ​​خلاصون کې مرسته وکړي.
دوی د طالبانو په زندان کې د دغه امریکايي وګړي د ناوړه وضعیت او هلته د هغه د مرګ د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

روس: امریکا او بریتانیا د ترهګرو په ملاتړ د افغانستان او مرکزي اسیا د امن خرابولو هڅه کوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر وايي، د امریکا او بریتانیا ځانګړې ادارې «د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیت خرابولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.» د سرګي نارشیکین په خبره، د القاعده او داعش په څېر «ترهګرې ډلې د امریکا او بریتانیا د ځانګړو ادارو محصول دی.»

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه زیاته کړه، چې امریکا څو کاله مخکې په افغانستان کې «شرموونکې» ماته وخوړه، خو د بریتانیا او امریکا ځانګړې ادارې لا هم په سیمه کې «د ترهګرو ملاتړ کوي چې نه یوازې په افغانستان بلکې د منځنۍ اسیا په ګاونډیو هېوادونو او ان ټوله اوراسیا کې حالت بې ټیکاوه کړي.»

نوموړي د امریکا او بریتانیا څارګرې ادارې تورنې کړي چې دا ډول «ترهګرې ډلې یې د سوریې د امن خرابولو لپاره کارولې، خو تر سوریې ډېر تاوان افغانستان لیدلی دی.»

له افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته وخت ناوخت پر مسکو سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونه هم وخت ناوخت اندېښنه ښيي چې له دغه هېواد دوی ته د «ترهګرو د نفوذ امکان شته.»

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې د مشر له نننیو خبرو سره هممهاله د قرغزستان د ملي امنیت مشر د بشکېک په یوه امنیتي ناسته کې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو د زیاتوالي خبر ورکړی.
کامچي‌بېک تاشیف ویلي: «د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو ډېروالی د همګټو هېوادونو سوېلي پولو ته ریښتینی ګواښ دی.»

اذربایجان، ارمنستان، ازبکستان، بېلاروس، تاجکستان، روسیه، قرغزستان، قزاقستان او مولداوي د همګټو هېوادونو غړي دي.

طالبان وايي په پنجشېر کې د اوسپنې او سپینو زرو د کانونو استخراجول غواړي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۴۱ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، په دغه ولایت کې د اوسپنې او سپینو زرو د کانونو د استخراج هڅه کوي. دغه رياست وايي چې د ازبکستان د کارپوهانو يوه ډله پنجشېر ته تللې چې په پيريان ولسوالۍ کې د اوسپنې او سپينو زرو د استخراج ساحې سروې کړي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري وايي، لسګونه بهرني پانګوال په پنجشېر کې د بېلابېلو کانونو له استخراج سره لېوالتيا لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون لیکلي دي، چې ازبکستان اوس په پنجشېر کې د اوسپنې او سپینو زرو په کانونو کې پانګونې ته لېوال دی.

ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان تېره سې شنبه وویل، چې تر اوسه د ۴ میلیونه ۲۸۷ زره ۳۵۹ ډالرو په ارزښت د پنجشېر ۳۲ زره ۵۹۴ کیراټ زمرد پلورل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د لومړي ځل لپاره د پنجشېر ولايت یاقوت په زر ډالرو وپلورل شول.

د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړیوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

مایکل مک کال: له افغانستانه وتل به د نسلونو لپاره د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې داغ پاتې شي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «وژونکي»، له ګډوډۍ او له «ناورین » ډک بللي دي. ښاغلي مک کال وویل چې دا وتل به د امریکا د نسلونو لپاره د دغه هېواد په بهرنۍ پالیسۍ کې داغ پاتې شي.

د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره د دغې کمېټې د غونډې پر مهال وکړې.

د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې د مایکل مک کال له قوله راغلي، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو لږ وروسته روسیې د اوکراین پر پوله خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل.

نوموړي په تېرو دوه نيمو کلونو کې د ځينو نړيوالو پرمختګونو په يادولو سره وويل: "هر څه د افغانستان له سقوط سره پيل شول."

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر په وینا، اوس "نړۍ په اور کې ده." د دغه امریکايي چارواکي په وینا، منځنی ختیځ د یوې بشپړې جګړې په درشل کې دی او چین پر تایوان د برید لپاره مانورې کوي.

ښاغلي مکل د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ویې ویل: له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دغې ادارې د نړۍ په سطحه خپله کمزوري وښودله.

هغه زیاته کړه، «سره له دې چې د ولسمشر له ژمنې سره سره چې ټول به یې وباسي، موږ اوس پوهیږو چې تر ۱۰۰۰ زیات امریکایان او نږدې ۲۰۰ زره افغان ملګري شاته پاتې دي.»

شاوخوا دوه ورځې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر پر طالبانو د امریکا د نغدي مرستو کارول د منلو وړ نه بولي. مایکل مک کال د بایډن له حکومته وغوښتل، چې طالبانو ته د امریکايي مالیه ورکونکو د پیسو د انتقال د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

قطر له طالبانو وغوښتل چې د ملي روغې جوړې او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ملي پخلاینې لپاره هر اړخیز کار وکړي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له لوړ پوړو طالب چارواکو سره په لیدنه کې له دغې ډلې وغوښتل چې د "بشري حقونو" او "د افغانانو د باعزته ژوند کولو حق" څخه ساتنه وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو ملا برادر، مولوي عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي او د دغې ډلې د بهرنیو، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سراج الدین حقاني، ملا یعقوب او امیرخان متقي سره وکتل.

د قطر د بهرینو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د کړکېچونو د حل د یوې لارې په توګه د خبرو پر اهمیت او همدا راز د طالبانو د ګډون له لارې له نړۍوالې ټولنې سره د رغنده همکارۍ په برخه کې پوره باور لري.

طالب چارواکو هم د جلا بیانیو په خپرولو سره د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د لیدنې خبر ورکړی دی. خو دوی په افغانستان کې د ملي پخلاینې په اړه له طالبانو څخه د قطري پلاوي د غوښتنې یادونه نه ده کړې.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر دغې ډلې ته د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ګډون بلنه ورکړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې محمد بن عبدالعزیز خلیفي په دې لیدنو کې له ترهګرۍ، فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده او له افغانستان سره یې دوامداره همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره په طبي تجهیزاتو مجهز د یو تخصصي روغتون جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

هغه د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د روغتیا، پوهنې، بشري مرستو او پراختیا په برخو کې د قطر پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د قطر پراختیايي صندوق د نړۍ له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د هغه پر بنسټ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د لومړنیو صحي خدمتونو ملاتړ کوي.

قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او پر دغې ډلې د پام وړ نفوذ لري. قطر د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه دی، چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړېږي.

طالبانو د دوحې په تېرو دوو غونډو کې له ګډون څخه انکار کړی و. قطر او ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه غونډه کې د دې ډلې د استازو د ګډون لپاره هڅې پیل کړې دي.

اردوغان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان «د مهربانۍ د نړیوالې جایزې» په اوومه جشنواره کې د نړۍ له هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

ښاغلي اردوغان وویل، چې د افغانستان په شمال کې د سیلابونو له امله یو بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د ترکیې د مهربانۍ د نړیوالې جایزې اوومه جشنواره د چهارشنبې په ورځ په انقره کې جوړه شوه.

په دې مراسمو کې رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د سېلابونو له امله رامنځ ته شوي بحران، د غزې وضعیت، د سوډان او یو شمېر نورو هېوادونو کړکېچ ته اشاره وکړه.

د ترکیې ولسمشر وویل: "په افغانستان کې له سیلابونو وروسته زموږ تر ۴۰۰ زیات خویندې او وروڼه مړه او د هېواد په شمال کې ستر بشري ناورین رامنځ ته شوی دی.”

ښاغلي اردوغان ټینګار وکړ چې هېواد یې له سېلاب وروسته افغانستان ته د بشري مرستو لېږل پیل کړي او له افغان ولس سره به مرستو ته دوام ورکړي.

هغه له افغانستان سره د ترکیې وروستیو مرستو ته په اشارې سره وویل: “په دې سختو ورځو کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرسته کول خپله دنده ګڼو.”

په افغانستان کې له سیلابونو وروسته ترکیې دغه هېواد ته شاوخوا ۲۴ټنه هوايي مرستې واستولې.

د چهار شنبې په ورځ د ترکیې د بیړنیو حالاتو ادارې اعلان وکړ چې د افغانستان خلکو ته د دغه هیواد د «مهربانۍ اورګاډي» لیږلی چې له ۴۳ واګونونو جوړ دی او له ۶۰۰ټنو څخه ډیرې مرستې په کې بار دي.