• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوېلي اسیا کې ګرمه څپه؛ په هند کې د تودوخې نوې څپې لږ تر لږه نهه کسان مړه کړي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۳ GMT+۱

د سوېلي اسیا ځینې برخې د ګرمۍ له سختې څپې سره مخ دي؛ په لویدیځ هند کې د تودوخې څپې له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي دي. له بل پلوه په بنګله دېش او د لوېدیځ بنګال په ځینو برخو کې د سخت توپان ګواښ شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نړۍوالو ساینس پوهانو ویلي چې په ټوله اسیا کې د تودوخې په کچه کې زیاتوالی راغلی چې دا د اقلیمي بدلون د پایلو نښه ده.
د اوړي د تودوخې درجه د مې په میاشت کې لوړیږي؛ خو ساینس پوهانو سږکال د نورمالې تودوخې څپې وړاندوینه کړې ده.
د سیمه‌ییزو رسنیو په وینا، د هند په راجستان ایالت کې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د راجستان په بارمیر کې د پنجشنبې په ورځ د تودوخې درجه ۴۸.۸ درجې ښودل شوې وه.
د هواپوهنې چارواکو د دغه ایالت په ډېرو برخو او همدارنګه په شمالي ایالتونو پنجاب او هریانه کې هم د تودوخې د نوې څپې خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان د اقلیم د بدلون وزارت ویلي، د پنجشنبې تر ورځې (د مې ۲۳مه) پورې ۲۶ ولسوالۍ د ګرمۍ تر سختې څپې لاندې وې او شونې ده چې د مې تر ۳۰مې به دغه حالت دوام وکړي.
داسې اټکلونه هم شته، چې په راتلونکو ورځو کې به د سند په دوو ښارونو کې د تودوخې درجه ۵۰ درجو ته لوړه شي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي