• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان چارواکي: چمن کې د پرلت او په ټوله صوبه کې د ناامنۍ ترشا د هند او طالبانو لاس دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۰۸:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لنګاو وایي، د چمن - سپین بولدک پر لاره د روان پرلت او د دغې صوبې په بېلابېلو برخو کې د هدفي وژنو او نورو وسله‌والو بریدونو تر شا د هند او افغان طالبانو لاس دی.

میرضیاالله لنګاو د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۵مه) اکسپرېس تربیون ته ویلي، چې هند د طالبانو په همکارۍ هڅه کوي د بلوچستان په صوبه کې تاوتریخوالی زیات، نا امني او ترهګریز بریدونه ډېر شي.
ښاغلي لنګاو د چمن د پرلت په اړه ویلي:« کنګلونه به ډېر ژر ویلي شي او موږ به د ښو خبرونو شاهدان وو.»
هغه وایي، د چمن په دروازه کې له روان پرلته یو شمېر خلک ناروا ګټه پورته کوي او هغه کسان چې په دغه اووه میاشتیني پرلت کې ناست دي د نورو په اشارو غولېدلي خلک دي.
خو د چمن پرلت‌وال بیا وايي، چې هغوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره پرلت وهلی او تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي له خپل دریځه به په شا نه شي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر په دغې صوبه کې له مېشتو ټولو قومونو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې سره یو شي او د ټولو ناخوالو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د بلوچستان د دغه چارواکي په شان ورته څرګندونې تر دې وړاندې هم د ځینو پاکستاني چارواکو له‌خوا شوې دي؛ خو طالبانو تل دغه شان ادعاوې بې بنسټه بللې او هند هم څو، څو وارې ویلي چې دوی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او ان د پاکستان په خاوره کې یې هم د ترهګریزو کړنو پر ضد بریدونه کړي دي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي

۵

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري